IQNA

هوښیاره رهبري  او ولسی انسجام؛په نرم جنګ کې د دښمن د ماتې راز(مقاله)

16:36 - January 04, 2026
د خبر لمبر: 3492263
ایکنا - امریکا او د سپینې ماڼۍ اروپائي متحدانو ، سره له دې چې مالي لګښتونه او د تبلیغاتي ادارو او دروغجنو رسندوئي فعالیتونو باندې ئې ډير زیات لګښتونه کړي،د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد ئې په نرم  جنګ کې ماته خوړلې ده.

یکنانیوز د پارس ټوډې فارسي څانګې له قوله راپورر اکړی،د ایران پر ضد د امریکا او لویدیځ لخوا چورلیزي نرم جنګ، ځيرې او هوښیارۍ رهبرۍ  او ملی انسجام ، د دښمن د استخباراتي ناکامۍ او د خلکو  هوښیرا غبرګون په دلیل همیشه  ناکام شوی دی .  دښمن په غلطو محاسبو او د ایران د کلتوري   او ټولنیزو ظرفیتونو باندې د سترګو  په پټولو سره ،تر اوسه  پورې خپلې شومې موخې نه دي پوره کړئ شوي.

په نرم جنګ کې د دښمن تر ټولو مهمه تبلیغاتي وسیله رسنۍ (راډیو، ټيلویژن، سپوږمکئ، انټرنیټ او ټولنیز چینلونه) دي. سره له دې، فرهنګي، هنري، فیشن او لباس، نفسیاتي  او صنعتي نشه ایز مواد ، کاذب عرفانونه او دروغجن تبلیغات هم د ځوانانو د  باورونو او هویت د  بدلولو لپاره کارول کیږي

په دغو شرائطو کې، امریکائي او لویدیځي سیاستي او پروپیګنډيزو مرکزونو په کرتو  د ایران  د شرائطو په تحلیل کې تیروتلي دي او ددغه  هیواد فرهنګي، ټولنیز او سیاسي وړتیاوې ئې  کمزوري خیال کړي دي. امریکائي  چارواکو  همیشه فکر کاوه چې د رسنیو دباؤ  او اقتصادي بندیزونه به خلک  له حکومت  او نظامه  جلا کړي، خو دا هدف هیڅکله پوره نه شو.

د ایران ولس  د وروستیو ترکیبی جنګونو پشمول په حساسو وختونو کې،  په صحنې کې په پراخ  ګډون سره د دښمن پلانونه شنډ کړل او  ولسی غبرګونونه د هیواد  داخل ته د نرم جنګ د  کاږلو  مخه ونیوله. د دښمن نه توانېدلی چې پراخ  ټولنیز بحران رامینځته کړي.

له بل  پلوه ، د اسلامی انقلاب  د معظم لارښود  لخوا د ملی هیلې رامنځته کول او د  روحيې پیاوړتیا تل په نرم جنګ کې د ددښمن د  ناکامولو د  کِلئ  رول درلودلی. هوښیار مدیریت د دې لامل شوی چې دښمن ونه توانید د ټولنیزو درزونو څخه ګټه پورته کړي.

د ایران د استخباراتي وړتیاوو له لارې هم ډیری پلانونه شنډ شول او د لویدیځ دسپيرو موخو  مخه  ونیول شوه . له بل پلوه  ایران توانېدلی چې په کم وخت کې د ګواښونو ځواب ورکړي او وښئي چې د هغه دفاعي او پوځي ځواک د دښمن له تصوره ډېر زیات دی. دغه مخه  نیونکی پوځي قدرت  هم د نرم جنګ پر وړاندې یو پیاوړی ملاتړ و.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای، د حضرت امام علي (ع) د نیکمرغه میلاد او د زړونو د  سردار شهید قاسم  سلیماني د شهادت شپږمې کلیزې  په مناسبت، د "۱۲ ورځني جنګ د  شهیدانو له کورنیو سره په کتنې کې د دښمن د «نرم جنګ» په وړاندې د هوښیارۍ او ملي یووالي د پیاوړتیا پر ضرورت ټینګار وکړ. دوي وفرمائيل؛ چې دا جګړه د «دوکې، دروغ، تهمت او پروپیګنډو» پراساس ده، هم هغه جګړه چې د علوي حکومت دښمنانو  د  هغه بزرګوار  په مقابل کې له پوځي ماتې وروسته  ترسره شوې  څو د هغوي د موخو مخه ونیسي.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر په  نرم جنګ کې  د دښمن هدف ، په ملت کې د  شک رامینځةکول او  د ولس ناامیده کول وبلل  او ټینګار ئې وکړ: هماغه شان چې د حضرت امیرالمؤمنین  امام علی علیه السلام په وخت کې د پروپیګنډو  او دروغو له لارې ئې غوښتل چې خلک بدبینه کړي، نن سبا  هم هماغه اقدامات ترسره کېږي؛ البته د ایران ملت  ښودلې ده ،په سختو میدانونو کې  او هر  هغه ځاي کې چې اړتیا وي،کلک او په قدرت سره ودریږي او دښمن ناامیده کړي.

د ایران د اسلامی جمهوریت  په ضد د دښمن نرم جنګ تر ډېره حده د رسنیو، فرهنګي، ټولنیزو او تخریبي وسایلو پر بنسټ ولاړ دی څو باورونه، هویت او ملي یووالي ته زیان ورسوي.

پخوانیو تجروبو ښودلې چې هر ځل چې دښمن د تبلیغاتو اونفسیاتي  عملیاتو په وسیله میدان ته وارد شوی،نو د خلکو چټک ځواب او په هیواد کې د بحران مدیریت  د هغوی پلانونه ناکام کړي دي. پر دې اساس ، د ایران نرم قدرت   چې په فرهنګ، ایمان او ټولنیز یووالي کې ریښی لري، د دښمن پر وړاندې تر ټولو مهم مخه نیونکی  عامل پاتې شوی دی.

نن سبا د ایران  اسلامي جمهوریت  د خپل یډائ فرهنګ، ثابت ایمان او د نرم قدرت  پر بنسټ  نه یوازې ددغو یرغلونو په وړاندې  درېدلی، بلکه د نورو ملتونو لپاره د مقاومت او هیلې یوه بېلګه ګرځېدلی دی.

https://parstoday.ir/fa/iran-i33254

captcha